اسلام آباد ته د طالب مشرانو سفر؛ پاکستان یې د خپلو سیاستونو برخه بولي

روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې پروسې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او اسلام آباد ته یې د طالب مشرانو سفرونه د هېواد د سیاست برخه بللې ده.
 
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې، چې د طالب مشرانو یو پلاوي د ملا غني برادر په مشرۍ دې هېواد ته سفر کړی، نوموړی وايي دا د پاکستان د سیاستونو یوه برخه ده او دوی له دې لارې غواړي ترڅو په افغانستان کې  د دایمې سولې او امنیت لپاره لار هواره کړي.

صادق وايي، چې ملا غني برادر به په دې سفر کې  د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر عمران خان سره وګوري، چې دا سفر به د ډسمبر تر ۱۸مې نیټې دوام وکړي.

پاکستان ته د طالب مشرانو وروستۍ سفر داسې مهال کیږي، چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو ډواړه ډلو د سلا مشورو لپاره شل ورځنی رخصتي اخیستې چې د افغان دولت مرکچي پلاوی پرون کابل ته راستنه شول او طالب مشرانو بیا پاکستان ته سفر کړی، چې دې کار د ګڼو افغانانو غبرګونونه راپارولې دي.