د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د قوماندان په ګډول ۱۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي

روهي ( دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د کندز ولایت ولایتي شورا غړی خلیل قاري زاده وايي، تیره شپه په دې ولایت کې ۱۰ تنه امنیتي سرتیري ووژل شول.
 

 قاري زاده په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکي چې، تیره شپه ددې ولایت په امام صاحب ولسوالې کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو یو برید له امله ۱۰ تنه امنیتي سرتیري د قوماندان په شمول يي ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.
 
تر اوسه د یادې پیښې په اړه د کندوز امنیتي ځواکونو څه نه دي ویلي.