افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی


روهي (جمعه/ ۲۱ د لیندۍ)، په افغانستان کې د خبریالانو ملي ټولنه وايي، چې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو ستر خطرناک هېواد دی.

دې ټولنې چې مرکز يې په انګلستان کې دی، په ننګرهار کې د افغان ژورنالیستې ملالې میوند وژنه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون په نړۍ کې د خبریالانو د وژنو په اړه په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې چې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له لسو تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی. 

په دې راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې په افغانستان کې ۹۳ خبریالان  وژل شوي دي، چې په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې  افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ  تر ټولو ډېر خطرناک هېواد دی.

د یادونې  وړ ده، یاده ټولنه وروسته افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد بولي چې پرون په ننګرهار کې د انعکاس راډيو تلویزیون پر خبریالې ملالۍ میوند وسله وال برید وشو او نوموړي پکې ووژل شوه، چې له دې څو اونۍ وړاندې په هلمند کې د ازادي  راډیو خبریال هم په یو وسله وال برید کې ووژل شو.