د هند سره په نښتو کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوې دي

روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، د راپورونو له مخې د هند سره په پوله په تازه نښټو کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي  دي.

تازه د پاکستان پوځ ویلې، چې هندي لوري له اوربند د سر غړونې وروسته په سیمه کې نښته رامنځته شوې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوې دي خو مقابل لوري ته یې هم د درنې  مرګ ژوبلې  د اړولو ادعا کړې ده.

په سیمه کې د تازه نښتو په اړه تر اوسه هند څه نه دي  ویلې په دې اړه یې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.