د دسمبر لسمه د بشری حقونو نړیواله ورځ؛ خو په تېرو ۱۱ کالونو کې جګړو ۹۲ زره افغانان وژلي


روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، د دسمبر لسمه چې د ملګرو ملتونو لخوا د بشر حقونو نړیواله ورځ نومول شوې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په تېرو ۱۱ کالونو کې جګړو ۹۲ زره افغانان وژلي دي.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په پار د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له اړخونو غوښتې چې  د سولې خبرو د بریا او د تاوتریخوالي پای ته رسیدو لپاره دې لومړی د اوربند په ټينګیدو ټینګار وشي.

د دسمبر ۱۱مه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ نومول شوې داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کیږي، چې لا هم په دې هېواد کې جګړه روانه ده او هره ورځ لسګونه افغانان د جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.