کندهار کې له جګړه‌ییزو مهماتو ډک مازدا ډوله موټر نیول شوی 

روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له جنګي مهماتو یو ډک مازدا ډوله باروړونکی موټر کشف او ترلاسه کړی دی.

د وزارت په وینا، چې "په یاد موټر کې ۲۰۰۰ ډزه د دهشکې ګولۍ، ۵۰ ډزه نارنجک غورځوونکي او ار.پي.جي توغندی غورځوونکي او همدارنګه ۱۷۹۶۰ ډزه د سپکو وسلو ګولۍ د جوارو تر بوریو لاندې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وې".

 یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د موټر چلوونکی نیول شوی دی.