پاکستان کې د کرونا ويروس رېکارډ؛ ۲۴ ساعتونو کې يې ۸۹ کسان مړه کړي 

روهي (درې نۍ/۱۸ د لېندۍ)، په تېرو پنځو مياشتو کې د لومړي ځل لپار پاکستان کې د کرونا ويروس د مړینې شمېرې پورته شوي‌ دي.  د پاکستان روغتيايي ادارو ويلي دي چې تېره ورځ ۸۹ کسان د دغه ويروس له امله پاکستان کې مړه شوي دي. 

د مړینې لوړې شمېرې په سند او پنجاب ايالتونو کې دي او ورپسې خيبر پښتونخوا او کشمير کې  ډېر کسان د کوېډ-۱۹ له امله مړه شوي دي. 

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې له تېرې يوې مياشتې د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې هم مثبتې پېښې ډېرې شوې دي. حکومت هم د ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په پار نوي محدويتونه ډېر کړي. 

په عامه ځايونو کې د ماسکونو اغوستل او د سترو راټولېدنو څخه ډډه کول، هغه څه دي چې حکومت یې پر خلکو پلي کوي. پاکستاني چارواکو دغه هېواد کې د کرونا ويروس د دويمې څپې خبرداری ورکړی دی.