
روهي ( نۍ/ ۱۵ د لیندۍ )، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تازه په خپلو څرګندونو کې په هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې د پېل په اړه خبرداری ورکړ.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ځينې کسان بوخت دي ترڅو ځانګړې مالیشې جوړې او په هېواد کې د یوې بلې جګړې پېل ته لار هواره کړي، چې په همدې موخه ځینو کسانو پر خلکو د وسلو وېش لړۍ هم پېل کړې ده، څو د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.
حکمتیار یو ځل بیا د انتقالي حکومت په جوړیدو ټینګار کړی او په قطر کې یې د سولې په روانو خبرو کې وروستي پرمختګ ته خوشبیني ښودلې او هممهاله يې په حکومت او طالبانو غږ کړی ترڅو جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي او دې برخه کې دې دواړه غاړې د قربانۍ ورکولو ته تیار واوسي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې باید دواړه غاړې د خبرو پرمهال د افغانانو غوښتنو ته پام وکړي او په داسې سوله کار وکړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.