امريکا: پوځيان وباسو خو دوه سترې اډې پرېږدو 

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو د پوځ لوړپوړلو  چارواکو ويلي دي چې له افغانستانه پوځيان وباسي خو بيا به هم افغانستان کې دوه سترې پوځي اډې پرېږيدي. 

دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا متحدو ايالتو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې کړې ده او ټېنګار یې په دې کړی چې امريکا به له افغانستانه په بشپړ ډول خپل پوځيان ونه باسي او‌ دوه پوځي اډې به یې افغانستان کې وي. 

ميلې ويلي دي چې وروسته به څه پېښېږي دا به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن په ادارې پورې تړلې وي، خو نوموړي ويلي دي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره به هم، دغه ځواکونو د افغان ځواکونو په روزنه او سلا ورکونې چارو بوخت وي.