مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

روهي ( څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر  داوودزی وايي، چې پاکستان افغانانو ته د وېزې د وېش لپاره نوې طرحه جوړه کړې ده. 

د داوودزی په خبره، چې پاکستان هغو افغانانو ته چې دې هېواد ته سفر کوي د وېزې د  ورکړې په برخه کې پوره اسانتیاوې راولي چې د همدې  هڅو په پایله کې یاد هېواد د نوي طرحې په جوړولو او تطبیق کار کوي. 

نوموړي د پاکستان لخوا افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه ددې طرحې په اړه نور مالومات نه دي  ورکړې  چې له کومو اسانتیاوو به برخمنه وي، خو په اړه یې وايي چې ژر به یې جزئیات خپره شي.

د داوودزي په خبره، چې ددې طرحې ډېر تمرکز به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ وي خو په لړ کې به یې د ویزو د وېش پروسه کې هم اسانتیاوي رامنځته شي.