جرمني کې یو کس په عامو خلکو موټر خیږولی او ۲۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې 

روهي (څلور نې/ ۱۲ د لیندۍ)، د راپورونو له مخې جرمني کې یوه کس خپل موټر د عامو وګړو پر یوه ډله ور برابر کړی او ۲۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جرمني پولیس وايي، چې یاد موټر چلوونکی ۵۱ کلن دی او په دې پېښه کې یې د یو ماشوم په ګډون څلور کسه وژلي دي، چې پنځلس کسه نور ټپیان شوي هم دي. 

په جرمني کې  ددې  پېښې عیني شاهدان وايي، چې موټر چلوونکي په قصدي توګه خپل موټر د ګڼې ګوڼې په لور ور تاو کړ او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده، د جرمني پولیس وایي دوی د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي خو ګومان نه کوي چې دا دې یوه ترهګریزه پېښه وي.