 
        	    
                    
                                    
                    روهي (نۍ/۱۰ د لېندۍ)، دپاکستان لومړي وزير عمران خان له يو خصوصي پاکستاني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي دي چې دی په خپلو چارو کې خپلواکه دی او د قانون اړوند یې وړاندې وړي. 
نوموړي هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ګواکي دی د پاکستان د پوځ تر فشار لاندې دی او د هغې په خوښه چارې پر مخ وړي. عمران خان ويليدي چې هېڅ داسې کار نه دی شوی چې زما خوښ نه وي او د پاکستان پوځ راباندې تر سره کړی وي. 
خو عمران خان دا ويليدي چې له ده غوښتنه شوې وه چې د اسلامي هېوادونو په سياستونو کې دننه شي خو ما د پوځي دننه کېدو پر ځای د بې پرېتوب او بې اړخ سياست واخېست. 
د پاکستان لومړي وزير ويليدي چې پاکستان د ده په واکمنۍ کې له نظامي حل لاس پر سر شوی دی چې د نړيوالې ټولنې او د نړۍ هېوادونو له خوا یې هم دغه بهرنی سياست ستايل شوی دی. 
د خلکو په ذهنونو کې تر ډېره داسې فکر شتون لري چې د پاکستان بهرنی سیاست د دغه هېواد د پوځ په لاس کې دی چې لومړي وزير ته یې د اجرا لارښوونه کوي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								