عطا محمد نور: صلاح الدين رباني حکومت په رسميت نه پېژني او  اړتيا هم نشته 

روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور وايي چې صلاح الدين رباني په داسې لارو روان وو چې په پايله کې يې جمعيت ګوند د يوازېتوب او انزوا پر لور روان وو. 

عطا محمد نور له يو خصوصي تلويزون سره په خپلې وروستۍ مرکې ويلي دي، چې د برهان الدين رباني له مړينې وروسته، صلاح الدين رباني د يو لنډ وخت لپاره د جمعيت ګوند مشر وټاکل شو، ترڅو د نهو مياشتو دننه د ګوند کنګره جوړه کړي؛ کنګره جوړه نه شوه او کالونه پرې تېر شول. 

نور ويلي چې صلاح الدين رباني حکومت کې مشارکت هم نه کولو اوس هم د حکومت مشروعيت په رسميت نه پېژني چې مهم هم نه دی چې دی بايد د حکومت مشروعيت په رسميت وپېژني. 

عطا محمد نور وړاندې دا هم ويلي دي چې صلاح الدين رباني پرته له دې چې د جمعيت ګوند له مشرانو سره پرې مشوره وکړي، په خپل سر ولسمشريزو ټاکنو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ. 

عطا ويلي دي چې نه غواړي چې اوس وخت کې د صلاح الدين رباني پر وړاندې ودريږي، خو که چېرې وغواړي نو د ۴۰ کلنې مبارزې په زور به چې د ولس په بطن کې ځای لري د صلاح الدين رباني د راټولېدونو په پرتله به څو برابره سترې ناستې جوړې کړي. 

د جمعيت ګوند اجرئيوي رئيس ويلي دي چې احمد شاه مسعود او برهان الدين رباني د تاريخ غوره څېرې وي، خو صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود نه شي کولی چې د دوی له نوم په ګټې جمعيت ګوند ميراثي کړي. 

عطا محمد نور ويلي دي چې هغه دی وو چې د مياشتې به يې ۵۰ زره امريکايي ډالر جمعيت ګوند ته ورکول ترڅو دغه ګوند په منظم ډول خپلې چارې وړاندې يوسي.