اوبۀ، اوبۀ زخم لا هغسې دی
زما د زړۀ زخم لا هغسې دی
جوړ د تندي له ماتولو نه مې
په زنګانۀ زخم لا هغسې دی
پۀ ملهمي لاس يې ټکور ورکړ خو
د ژوندانۀ زخم لا هغسې دی
ها تور لېوۀ چې يې ارمان داړلی
ها د شپانۀ زخم لا هغسې دی
ماښامه! بيا دې تُوره سيخه کړه خو!
د لمر خاتۀ زخم لا هغسې دی
ترې د وصال پټۍ لا مۀ خوځوه!
مۀ کوه، مۀ! زخم لا هغسې دی
رسم زما د دې يتيمې هيلې
پۀ ګرېوانۀ زخم لا هغسې دی
درد ته يې اوښکې پۀ څپو، څپو دي
رېږدي باڼۀ، زخم لا هغسې دی
پروت د حماد ماليار په وچو شونډو
د بېلتانۀ زخم لا هغسې دی
وروستي