په کابل د پرونیو توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله لوړه شوې

روهي (یوه نۍ/ ۲ د لړم)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د تېرې ورځې په توغنديزو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر لسو او د ټپيانو شمېر ۵۰ ته رسیدلی.
 
پرون د کورنیو چارو وزارت په یادو بریدونو کې د ۸ کسانو وژل کیدل او ۳۱ نورو ټپي کیدل منلې و.
د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين نن یکشنبه د دې شمېرو د تایید ترڅنګ وايي چې په بریدونو کې ټول زیان ولسي وګړو ته اوښتی دی.

نوموړي په همدې موخه زیاته کړې چې"د کابل پرونۍ تروریستي برید یو بشري جنایت دی او له بده مرغه په دغو برېدونو کې ۱۰ تنه ملکیان په کې ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي چې ټول ملکیان دي،تر اوسه د بریدونو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو زمونږ کشفي او استخباراتي برخې کار کوي څو د پېښې عاملین ونیسي."

پرون په کابل ښار ۲۳ توغندیز بریدونه وشول چې د ښار په بېلابېلو برخو کې ولږیدل او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا کار د طالبانو ګڼي خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، چې دغه توغندي له دوو موټرو د تهیه مسکن او بادام باغ له سیمو توغېدلي دي.