روهي (يوه نۍ/۲ د لېندۍ)، د ولسمشر د دويم مرستيال له دفتره روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې لېکل شوي دي، چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له ولسي جرګې په دې پار مننه کړي چې د کابينې لسو نوماند وزيرانو ته يې د باور رايې ورکړې.
سرور دانش د ولسي جرګې له خوا لسو ټولو وزيرانو ته د باور رايې ورکړه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ سياسي اجماع بللې ده او ولسمشر غني ته يې مبارکي وړاندې کړې ده.
تېره ورځ ولسي جرګې بهرنيو چارو نوماند وزير محمد حنيف اتمر، کورنيو چارو نوماند وزير مسعود انداربي، ملي دفاع اسد الله خالد، ماليې عبدالهادي ارغندېوال، عدليې فضل احمد معنوي، کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير بشير احمد ته ينج، مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ نوماندې وزيرې معصومه خاوري، د سوداګرۍ وزير نثار احمد فيضي غورياني، د لوړو زد کړو وزير عباس بصير او د حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي ته د باور رايې ورکړې.
وروستي