ایران د کابل د تېرې ورځې راکیټي بریدونو مسووله امریکا بولي

روهي (یوه نۍ/۲ د لړم)، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي په کابل کې تېره ورځ ګڼ راکیټي بریدونه وشول او ددې هر څه مسوولیت د امریکا پر غاړه دی.

سرچینه وایي دا هر څه ښيي چې امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلې نیابتي جګړې ته ادامه ورکوي او له خپلو ورانکاره کړنو نه ده په شا شوې.
ایران همدا راز دغه بریدونه غندلي او په خبره یې په دې سختو او حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

تېره ورځ په کابل کې ۲۳ راکیټي بریدونه وشول چې د وروستیو شمېرو له مخې له امله یې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.
ولسمشر غني ژر تر ژره ددغه پېښې د پلټنې او د عاملینو د نیولو امر کړی دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201122_091536_533.sdoc-->