مایک پمپیو له افغان حکومت او طالبانو پلاو سره کتلي دي

روهي (یوه نۍ/۲ د لیندۍ)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته د خپل سفر پرمهال ددې لیدنو په تړاو پر خپله ټوېټر پاڼه په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی پرمختګ ستایلی دی او دې برخه کې یې له دواړو ټیمونو د لا چټکتیا غوښتنه کړې ده.

پمپیو زیاتوي چې قطر ته یې د سفر تر ټولو مهمه موخه یې دا وه چې خبرې چټکې شي او ژر تر ژره دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي.

اخوا بیا افغان پلاوي ویلې چې له مایک پمپیو سره په کتنه کې یې نوموړي ته ویلې چې طالبانو د افغان حکومت له اقداماتو سره سره هم تاوتریخوالی نه دی کم کړی خو طالبان بیا وایي چې له پمپیو سره یې په خبرو لیدنه ویلي چې د دوحې هوکړه باید عملي کړل شي، د طالبانو مشران له تور لېست و ایستل شي، شوې ژمنې دې ترسره شي او د سولې په لار کې دې ټول خنډونه ختم کړل شي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201122_074355_562.sdoc-->