روهي ( جمعه / ۳۰ د لړم)، د افغانستان مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت د بشري منابعو د رییس په ګډون، د۵۹ کارکوونکو د ګوښه کېدو په اړه د ولسمشر غني حکم رد کړی.
هغه مکتوب چې د چارو ادارې له لوري مالیې وزارت ته استول شوی، پکې ویل شوي چې دغه ۶۰ تنه کارکوونکي باید د اداري فساد له امله له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي، خو مالیې وزارت یاد حکم رد کړی.
د مالیې وزارت د دې مکتوب په ځواب کې ویلي، چې یاد کسان د ازاد رقابت له لارې ټاکل شوي او د هغوی ګومارنه او ګوښه کول هم د وزیر صلاحیت دی.
وروستي