روغتیا نړیوال سازمان خبرادری ورکړی چې اورپا به د کرونا له سختې څپې سره مخ شي


روهي (جمعه/ ۳۰ د لړم)، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په اړه خبرداری ورکړی چې اروپا به راتلونکی ژمی د نویو پېښو د ثبت لپاره خطرناکه وي او یو ځل بیا له ناورین سره مخ شي.

په روغتیا نړیوال سازمان کې د اروپا د سیمې مدیر هانس کلوګ ویلي، چې اروپا کې تېره اونۍ د کرونا وېروس له امله ۲۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د نوموړي په وینا چې بندیزونو د کرونا ویروس د پېښو شمېر په کمیدو کې مثبت رول لوبولی.

په اروپا کې د کرونا وېروس څپې د بیا راتګ له راپورنو سره همهاله اروپایي هېوادونو په اکټوبر میاشت کې په خپلو هېوادونو کې ځینې سخت محدودیتونه له سره بیا پیل کړل.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې تر اوسه ۱۵ میلیونه ۷ لکه ۳۸ زره ۱۷۹ کسان اروپا کې په کرونا اخته شوي او له درې لکو ۵۴ زرو ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.