افغانستان او پاکستان نوی سند لاسلیک کړی

روهي (جمعه/ ۳۰ د لړم)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پرون د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته د خپل سفر پرمهال له افغان ولسمشر سره دا سند لاسلیک کړی.
 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې سند په اړه وايي چې  له مخې یې د افغان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ور کړي.
 

ګران هېواد په دې اړه زیاتوي چې: "د پاکستان د لومړي وزیر ښاغلي عمران خان د سفر پر مهال په داسې یو سند هوکړه وشوه چې د هغه په اساس به دواړو هېوادونو ترمنځ به دواړه اړخیزې اړېکې پراخې شي، دا سند چې خورا مهم او ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو د ګډ ليدلوري رامنځته کول دي."
 
د معلوماتو له مخې دغه هوکړه له دوو برخو جوړه شوې، چې لومړی پر ګډو پرېکړو او دوېمه برخه د هوکړې د پلي کېدو پر لارو چارو او مهالوېش ټوله ده.
سند کې د دواړو هېوادونو د تلپاتې سولې مسله مهمه بلل شوې او تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټینګار شوی دی.
 

نوموړي په دې تړاو زیاته کړې: "دا سند د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی او مهم موضوعات یې سوله، امنیت، اقتصادي همکارۍ او د ولسي همکاریو پراختیا تشکیلوي.".
 
د پاکستان صدراعظم عمران خان د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ تېره ورځ کابل ته سفر کړی و.