کندهار کې د ورځې ۱۰۰ زره لیټره شېدې پروسس او بازار ته وړاندې کیږي

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ سکتور د پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې ورځ تر بلې یې وضعیت په ښه کېدو دی.

د کندهار د کرنې ریاست شمیرې ښیي، چې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ورځې نږدې ۱۰۰ زره لیټره شېدي تولیدیږي او بازار ته وړاندې کیږي.

د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت سره ۳۶۰ دلبنیاتو مرکزونه، څلور د پروسس فابریکې او ۶۳۲ لوی او کوچني فارمونه ثبت دی؛ چې له دې ډلې نوموتی هغه یې د مېلکو فابریکه ده، چې په لسګونه ډوله لبني توکي لکه، شیدې، مستې، شړومبۍ، کوچ، پیروی، شیرپېره، ایسکریم، فرني، شیربرنج اونور ډول ډول لبني توکي تولیدوي.

د کرنې ریاست او همکارو موسسو لخوا په کندهار کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه ګڼې برنامې، د لبنیاتو د پروسس ټولنې، د شېدو راټولو مرکزونه او د اړوندو توکو ویش هغه څه دي چې راون کال مالدارانو ته ترسره شوي دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201119_083004_197.sdoc-->