طالبانو ته درنه مرګ، ژوبله اوښتې خو جګړې ته دوام ورکوي

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، د افغانستان لپاره د امریکا نوی ټاکل سفیر ویلیم راجر وایي طالبانو په جګړه کې درنه مرګ ژوبله ورکړې خو دوی به بیا هم جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړی وایي امریکا دوه انتخابه لري یو دا چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي او بل دا چې په افغانستان کې یوې خونړۍ، بې پایه او بې بریا جګړې ته ادامه ورکړي.

د نوموړي په وینا چې طالبان به تر سولې وروسته واکمن وي خو هغه مهال به امریکا ته هېڅ راز اضافي امتیاز ور نه کړي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له دایمي حضور سره به مخالفت وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او په دې توګه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړل شي. نوموړی داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړ حالت کې دي او په هېواد کې جګړې زور اخیستی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201119_081754_773.sdoc-->