هلمند کې جګړو یو ځل بیا زور اخستی

روهي (څلور نۍ/۲۸ د لړم)، هلمند کې د تیرو څو وروځو څخه د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې ډیری سیمي وسلوالو طالبانو تر خپل کنټرول لاندي راویستلي دي.

د هلمند نادعلي، نهرسراج، ناوې، چانجیر، باباجي او بولان سیمو څخه په زرګونه کورنۍ د جګړې له ويري لښکرګاه ښارته راغلي یاد مهاجر چې په لښکرګاه ښار کې پر څلور لارو پر سر ژوند کوي، وايې چې موږ په ډیر بد وضیعت کې ژوند کوو او ماشومان مو د سړې هوا له امله ټول ناروغان دي.

د کډوالو په وینا چې د کور ټول سمان یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پاته سوي د ماښام لپاره ډوډۍ او هیڅ د ژوند کولو لپاره څه نه لري او دولت یې هم یې ستونزو ته رسیدګي نه سي کولای.
راغلي مهاجر وايې موږ له دولته غواړو چې زموږ سیمو کې دې ژر تر ژره عمليات پیل کړي او سیمي دي د وسلولو طالبانو د شتونه پاکې کړي تر څو بېرته خپلو خپلو کورونو ته ستانه او په ارامه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.