پاکستان وایي د سوداګرۍ پر سر د خبرو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی

روهي (دوه نۍ/۲۶ د لړم)، د راپورونو له مخې د سوداګرۍ په برخه کې د عمران خان سلاکار عبدلرزاق داوود د یو پلاوي سره کابل ته سفر کړی.

دغه پلاوی به په افغانستان کې له چارواکو سره پر سوداګریزو مسایلو، شته ستونزو، ګډو پانګونو، د پانګونې فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو پر له منځه وړلو خبرې وکړي.

همدا راز په دې لیدنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې پر اسانتیا راوستلو هم بحثونه او خبرې کېږی.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې څو اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره شو او په هغه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران وویل چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201116_075734_142.sdoc-->