کندهار کې د انارو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی

روهي (یوه نۍ/۲۵ د لړم)، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت عېنو مېنه کې د انارو دوه ورځنۍ نندارتون په لاره اچول شوی.

په دې نندارتون کې د انارو حاصلات په ۳۴ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو. په یاد نندارتون کې د انارو ترڅنګ یو شمېر نور کرنیز توکي هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

ریاست وایي، چې ددې نندارتون موخه د کندهار د بڼوالۍ محصولاتو په ځانګړې توګه د کندهار «انار، انځر او انګور» ته په ملي او نړیواله کچه د پلور مارکېټ پیداکول دي.

د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي ددې نندارتون موخه د بڼوالو محصولاتو ته بارازموندنه او مارکیټ سره د بڼوالو بلدتیا په ګوته کړه.

هغه وویل: «ددې نندارتون موخه کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه او د بزګرانو اقتصادي وده ده.» سیدي وایي، کندهار ډېر شمېر کرنیز توکي تولیدوي، خو د کندهار انار په نړیواله کچه پېژندل شوي مېوه ده، ځکه دوی هلې ځلې کوي، چې د یادې مېوې د پېر-پلور په پار د نړیوال مارکیټ زمینه برابره کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201115_164723_232.sdoc-->