پاکستان وایي هند یې پر وړاندې افغان خاوره کاروي

روهي (یوه نۍ/۲۵ د لړم)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې هند په پاکستان کې له ګڼو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په خبره یې هندي استخبارات له هند او افغانستان په پاکستان کې فعالیتونه ترسره کوي.

پاکستان وایي دوی اړ دي چې له خپلو خلکو دفاع وکړي نو له همدې امله یې د هندي استخباراتو د فعالیتونو پر ضد اقدامات کړي دي.
افغان نظامي او سیاسي چارواکو تل ویلي چې افغانستان د هند او پاکستان د نیابتي جګړې په ډګر اوښتی دی.

هند هم وایي په افغانستان کې د پاکستان نفوذ د دوی په زیان دی او پاکستان هم ادعا کوي چې هند افغان خاوره ددوی پر وړاندې کاروي. تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني چارواکو دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې امن د کشمیر له مسئلې سره تړلی دی او که دغه مسئله حل شي نو په افغانستان کې به ارامي راشي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201115_092024_840.sdoc-->