ټرمپ ورو - ورو دا مني چې دی نور د متحدو ايالتو ولسمشر نه دی

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې په يوې خبري ناستې دا منلې ده چې د نوي کال جنوري وروسته به نور دی د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر نه وي. 

ده د کرونا ويروس په اړه د خپل حکومت د کړنو په اړه خبرې کولې او ويلي دي چې ۲۰۲۱ کې به نوې اداره د دغه وبا پر وړاندې مبارزه کوي، خو دا د جوبايډن د بريا په اړه یې څه نه دي ويلي. 

ټرمپ ويلي، "تمه دا ده چې موږ به ټولبندیز ونه لګوو، زه به ټولبندیز ونه لګوم، دا اداره به ټولبندیز ونه لګوي، دا چې راتلونکې کې څه کېږي څوک نه پوهېږي، دا چې کومه اداره به وي، دا به هماغه وخت معلومه شي، خو دا درته ویلی شم چې دا اداره به ټولبندیز ونه لګوي."

که څه هم د نړۍ مشرانو جوبايډن ته د بريا مبارکي ويلي ده، خو تر اوسه په خپله ولسمشر ټرمپ نه د ټاکنو پايلو د منلو ويلي او نه یې هم جوبايډن ته د بريا مبارکي ورکړې ده. 

ټرمپ او ټيم په ټاکنو کې د درغليو وايي او ټېنګار پر دې کوي چې دوی اکثريت پاکې رایې تر لاسه کړې دي او د ټاکنو وړونکي دي.