صالح: دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ هوکړه په رسميت نه پېژنو 

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې شوې هوکړه په رسميت نه پېژني. 

نوموړی هرات ته تللی او هلته یې په یوې ناستې کې ويلي، چې افغان حکومت د يادې هوکړې هرکلی او په رسميت د پېژندو یې نه دي ويلي. 

صالح د طالبانو په اړه ويلي‌ دي چې له يادې هوکړې د خپل مشروعيت لپاره ګټې پورته کوي او خو مسايلو او شرطونو ته یې ژمن نه دي. 

صالح د سیمو هېوادونو په اړه ويلي‌دي چې ايران هم د يادې هوکړې په اړه د افغان دولت په څېر لېدلوری لری.