د ژور خپګان یا(depression) لاملونه،نښې نښانې او درملنه



ژور خفګان (depression)یوه روحې ناروغې ده چي هدف ورڅخه اوږد مهاله خفګان، درد، غم، کسالت،او  زړه تنګوالی دی.

خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان اوکله ، کله هسې  زړه تنګۍ دا د نورمال خپګان بیلګې دي خو که دغه  خپګان لږ تر لږه تر دوه اوونيو وغزېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.

په دغه لیکنه کي د ژور خپګان(ډیپریشن) په لاملونو،نښو نښانو او درملنه غږیږو.

دژور خپګان (ډیپریشن)لاملونه:
د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره د بیلابیلو لاملونو له امله مخ کیدلاي شې، چې ځینې یې دلته درسره شریکوو:

ــ کورنئ ستونزې:کورنئ ستونزي او لانجې د ژور خفګان یو لوی عامل دی. که کور کې ډېري ستونزي ولرو او ورته د حل لاره پیدا نکړو نو همدا لامل ګرځې چې په ډیپریشن اخته شو.

ــ ناڅاپې بدلونونه: د انسان په ژوند کې یو ناڅاپه بدلون راتلل، چې هغه په شخصي ژوند کې وي یا د کار په برخه کې وي چې د چا په خوښه نه وي نو دا هم د خفګان سبب کیدای شي.

ــ د مینې کمښت :ډېري وګړي فکر کوي چې هیڅوک ورسره مینه نه لري خپل ځان په نورو باندې بوج فکر کوي،نو دا هم د ژور خپګان یو لامل دی.

ــ له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل: د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، کورنۍ ستونزې لکه طلاق او يا هم داسې نورې ستونزې.

ــ ځينې نور لاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ د پېښېدلو چانس لوړه وي، لکه  ځاني ناروغۍ کومې چې دوامداره درملنه غواړي، لکه د شکرې ناروغي، د سرطان او د زړه ناروغۍ. همداسی د ژوند د لومړنيو اړتياوو نه لرل، په مخدره توکو روږدي کېدل، د چاپېريال ککړتيا او ورسره اړوندې ستونزې او همداسې نور.

د ژور خپګان(ډیپریشن) نښې نښاني:
د خپګان احساس ،په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت ،د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس، پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت ،د ځان ملامتیا او د ګناه احساس ،د مرګ او ځان وژني فکرونه، د افکارو د متمرکز کولو مشکلات، سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل ، بې خوبي او د خوب اختلال ، په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلونونه او نوري ډیري نښې نښاني شته چي د انسان په بدن کې د ژور خپګان د شتون خبرداري ورکوي.

د ژور خپګان(ډیپریشن) درملنه:
ــ دینې احکام پر ځای کړئ : تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړئ، دغه کړنې مو د روح او روان د درونې ارامښت سبب ګرځې، او د ژور خپګان په له منځه تګ کې درسره تر ډیره بریده مرسته کوي.

ــ له ښو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ:  هغو خلکو سره کیښنئ او تګ راتګ وکړئ چې مثبت او ښه خلک وي. ځکه دا ډول خلک پر تاسې اغیز لري او ددوی تاثیر خامخا مثبت او نیک وي.

ــ هغه چې بد لوري در کوي، ترې لرې اوسئ :هغه کړه وړه او لارې چارې په غلطو مو پام ور اړوي او ذهني ګډوډي درته پیدا کوي، له لیدو یې ځان لرې وساتئ. دې کې بربنډ فلمونه، پارونکي منفي خبرې، بدو خلکو سره ناسته او نور شیان راځي…

ــ منظم او باقاعده ورزش یا سپورټ وکړئ: کیدای شي دا ورزش هر سهار منډه، تر یوه ځایه تګ او نورو ډولونو سره وي.ورزش زموږ د خوشحالي او مصروفیت سبب کیږي، او پر جسمی سلامتۍ سربېر زموږ د روانۍ سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

ــ د کار سطحه مو راښکته کړئ: د هغه څه له امله چې ستاسې لپاره خفه کوونکي وي یا سخت وي، لږ یې اندازه راکمه کړئ. که د ورځې ډیر کار کوئ او دا کار درباندې بوج وي، کوښښ وکړئ چې لږ کم کار وکړئ.

ــ په وخت او سم خوراک وکړئ: په ټاکلی او منظم ډول خوراک هم د ژور خفګان لمنځه وړلو کې زموږ سره مرسته کوي، موږ باید مایعات سبزیجات او مېوو څخه په ورځنې ډول ډیره ګټه واخلو.

ــ منظم خوب وکړئ: پروخت او منظم خوب هم د ژور خپګان په کمولو کې ډېر اغیزې لري. که منظم او پر ټاکلي وخت له اتو تر نهو ساعتونو خوب وکړئ، د ژور خپګان څخه تر ډیره ځان ساتلی شئ. غیرې منظم خوب د فکري ګډوډۍ او خپګان سبب کیږي.

ــ شیدې، شات، او مڼې وخورئ : هره ورځ په یو ګیلاس شیدو کې د شاتو ګډول او د مڼې سره یو ځاي خوړل مو په طبیعت کې زړه راښکونکی بدلون روالي چې په وسیله یې کولاۍ شي په ژور خفګان برلاسي ولرۍ.

ــ خپل فکر ته مو تغیر ورکړئ : منفي فکرونو ته باید ذهن کې ډېر ځای ورنه کړو، او ددې لپاره ښه داده چې خپل ذهن په مثبتو افکارو او خبرو بوخت وساتو.

ــ ټولنیزې اړیکې ډیري کړئ :څومره چې خپلې ټولنیزې اړیکې او د خپلو شا او خوا خپلوانو او دوستانو ملاتړ درسره زیات شي او څومره چې اجتماعي شئ هومره درڅخه ژور خپګان لري کیږي.

پر دې سربیره د ډیپریشن د درملنې لپاره ګڼې نورې لارې هم شته. خو ناروغ باید له ډیپریشن څخه د وتلو لپاره پخه اراده، د معلوماتو د راټولولو جرات او د یو غوره ژوند لپاره هیلمندي ولري.

او که په خپل ورځني ژوند کې ددې بدلونونو د راوستلو سربیره هم ښه نه شوئ، نو غوره ده چې د روانشناسانو سره مشوره وکړئ؛ د روانشناسانو سره مشوره او د ډیپریشن په اړه مطالعه له ناروغانو سره مرسته کوي چې ددې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې مختلفې لارې چارې زده کړي.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ