جګړه، هدفي وژنې، جنايي پېښې، بې کاري او را روان سوړ ژمی؛  پاچا! وضعيت شړېدلی ښکاري 

له شااوخوا ۳۰ مېلېونه وګړو تر يو مېلېون ولس، ولسمشر درته په دې رايه درکړي، چې ژوند يې ژوند کړې او په خوند يې پوه کړي. د يو مېلېون رايه ورکوونکو او په مېلېونه نورو افغانانو هيلې درڅخه دا نه دي، چې په پنځو کالونو کې ورته له هېواده پاريس و سويس، جاپان و چين، لندن و واشنګټن جوړ کړه؛ ولس يوازې د سر او ژوند غم اخېستی دی. يو درڅخه دا غواړي چې له خونړۍ جګړې، چاودنو، هوايي بمباريو، هدفي وژنو، وسله والو غلو او په لويه کې يې له مرګ - ژوبلې وژغوره؛ بل درڅخه دومره سهولت او ارامتيا غواړي چې بې کاري او غربت يې د ژوند د اخېستو سببونه نه شي. 

ولسمشره! ولس ته د تېرو ۱۹ کالونو لاس ته راوړنې مهمې دي خو د سر په بيه نه. هغه مور به د ښځو پر حقونو او د بيان پر ازادۍ څه وکړي، چې د يوې اوونۍ دننه يې يو زوی او يوه لور له لاسه ورکړل. هغه پلار به د اوبو بندونو او هوايي دهيلزونو سره څه وکړي، چې د ژڼي زوی مرګ يې ملا ورماته کړې ده. هغه زوی به د اوبو مهار څه کړي چې د خپل پلار نه مهار شوې وينې يې لېدلې او ژوند يې د يتيموالي کندې ته لوېدلی دی. 
ښاغيله ولسمشره! په دې به ته هم ډاډه وې، چې يوازې د يو مېلېون رايه ورکونکو ولسمشر نه يې او نه هم يوازې يو مېلېون کسان درڅخه خوندي ژوند غواړي، د ولس، ولسمشر يې او دا چې ولې له مېلېوني ولس يو مېلېون رايې اخلي، لاملونه يې پورته ذکر شوي مسايل دي، چې ولس د رايې په ډول هم له خپلې ازادۍ هم تېريږي، بيا خو پرېږده د بيان او نورې ازادۍ. 

افغان ولسمشره! د سولې په اړه دوه څرګندې ټاکنې لرې، يا يې وکړه او يا هغه پټ بربنډ کړه چې د سولې پر وړاندې پر تا د فشارونو او اجبارونو په ډول پراته دي او د ولس له سترګو پټ دي. که سوله کيږي خو بايد نور وشي، ۱۹ کاله يې د جګړې په بطن کې تېر کړي او پوره بلوغ ته رسېدلې ده او که چېرې کورني او بهرني د سولې دښمنان شتون لري نو په يو ځانګړي پروګرام کې يې څرګند او ولس سره شريک کړه. 

ته هم د سولې چيغې وهې او سولې ته ژمنتيا په ډاګه کوې؛ طالب هم له سولې انکار نه کوي او د سولې ادعا کوي؛ ولس هم د سولې لپاره قرباني ورکوي؛ نو بيا څوګ دي چې سوله نه کوي او د سولې خنډونه جوړ شوي دي؟ آيا په عمل کې ته له سولې سره وران يې، طالب يې نه کوي او که ولس دروغ وايي؟ يا کوم بل څوګ او بل لامل؟ 

د هېواد ولسمشره! اسلاميت او افغانيت درته سرې کرښې دي، په همدې دوه چوکاټونو کې خو د مجرمينو لپاره حدود مشخص شوي دي؛ شرعه کې هم د وژونکي، انسان تښتونکي، غله او زورواکي حد مالوم دی او په افغاني کلتور هم دوی ته سزاګانې او نورو ته عبرتونه شته دي؛ غوره به نه وي چې رېښتنی اسلاميت او افغانيت پلی او د عمري عدالت ادعا دي پلې او عملي کړې!؟ 

ولسمشره! په دې پوهيږو، چې پر روان وضعيت خوښ نه يې او چوپ ناست هم نه يې، خو دا به ته هم منې او درک کړې به دې به وي، چې پايلې يې منفي دي او درد نه دوا کوي. د پرهر درمل در سره دي او کنه؟ که در سره وي ولې يې نه درمل کوي او که بې وسي وي، نو بديل يې ولس ته ووايه او يا يې له ولس واوره چې بديل يې درته ووايي. 

ښاغلی ولسمشر! پوهيږو چې ستونزې پراخه دي، بهرني لاسونه شته دي او رېښې ژورې تللې دي، خو متل دی چې که غر لوړ دی پر سر يې لار شته. دا لار ستا سره ده، ته يې پلې کړه، ته وضعيت ته بدلون ورکړه، ته انقلاب رامنځ ته کولی شې، خو کله؟ ولسمشره کله؟ 

افغان ولسمشره! دا کرښې زما او د مېلېونه افغان ولس د زړه درد او فرياد دی، تا ته يې وړاندې کوو، خو نه پوهيږو چې تر تا به در ورسيږي او کنه؟ ولس يتيميږي، وژل کيږي، ټپي کيږي، بې موره، بې پلاره او بې اولاده کيږي، غربت سره مخ، بې کارۍ په سر اخېستی، له هېواده په تېښته او له ژوند ناهيلی شوی دی؛ دا به تر کومه وي؟ همداسې شړېدلې او که هيلې ژوندۍ وساتو!!!؟؟؟