بهرنيو چارو وزارت کابل کې د اسلام اباد سفير ته د پاکستان ويزې د اخېستو د حل او اسانۍ طرحه وړاندې کړي 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د لړم)، تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ميرويس ناب کابل کې د پاکستان له سفير منصور احمد خان سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي. 

دغه کنفرانس کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ميرويس ناب د پاکستان ويزې د اخېستو ستونزې د پاکستان له سفير سره شريکې کړي، او خپلې طرحې يې ورته وړاندې کړي دي.     
منصور احمد خان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو په پار افغانانو ته د پاکستان ويزو د ورکړې مساله مهمه بللې او په دې برخه کې يې د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو په اړه د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ته مالومات ورکړي. 

له وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح له بهرنيو چارو وزارت غوښتي وو چې کابل کې د پاکستان له سفارت سره افغانانو ته د پاکستان ويزې د ورکړې په اړه خبرې وکړي.