ولسمشر ټرمپ او دوه غميزې؛ ميرمنې (ملانیا ټرمپ) ورڅخه طلاق اخلي 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د لړم)، په تېرو درېيو لسيزو کې دا لومړی ځل دی چې د متحدو ايالتو يو ولسمشر يوازې يوه دوره ټاکنې ګټي او په دويمه دوره کې واک خوشی کوي. ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د متحدو ايالتو ولسمشر شو خو تېره ورځ يې د جوبايډن پر وړاندې ټاکنو کې ماته وخوړه. 

ټرمپ د متحدو ايالتو په تاريخ کې بې ساری ولسمشر شمېرل شوی دی. د ده شخصي رويه او کړه وړه ځانګړي وو، چې ښايي نورو ولسمشرانو نه درلودل. نوموړي له ټولنيزې رسنۍ ټوېټر ډېره ګټه اخېستله، هلته يې ژبه تونده او عجيبه وه او آن تر دې چې ټاکنې او ګوښه کېدنې يې هم پر ټوېټر کولې. 

په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر ترمپ له ماتې وروسته اوازې داسې دي چې د نوموړي ميرمن ملانيا ټرمپ پرېکړه کړې ده چې له ده لار جلا کړي او ورڅخه طلاق واخلي. د ملانيا ټرمپ په اړه ويل شوي دي چې نوموړې يوازې د انتظار شيبې شمېرې ترڅو د ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسيږي او په دې سره به دي هم له ټرمپ طلاق واخلي. 

رسنيو د سپينې ماڼۍ دننه د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې ټرمپ او ميرمنې يې ملانيا ټرمپ د خوب ځايونه هم سره جدا کړي دي او ملانيا يوازې دې ته منظره ده چې له نوموړي طلاق واخلي. 

ټرمپ ۷۴ کلن او ميرمن يې ۵۰ کلنه ده. دوی ۱۵ کاله وړاندې سره واده کړي خو چې ټرمپ په ټاکنو کې ماته خوړلې او سپينه ماڼۍ بايد خوشي کړي، ميرمن يې هم دی خوشی کوي. د دغه ګنګوسو په اړه په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ويل شوي او دا هم نه دي ويل شوي چې ملانيا ټرمپ ولې له ټرمپ طلاق اخلي.