روهي (يوه نۍ/۱۸ د لړم)، تېره ورځ ولسي جرګې په هېواد کې د روان امنيتي وضعيت او په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د وروستي خونړي بريد په اړه د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله، د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح، د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارت او ملي امنيت عمومي رياست سرپرستان عمومي ناستې ته غوښتي وو.
ناسته کې د کورنيو چارو وزارت نوماند وزير مسعود انداربي او د ملي دفاع نوماند وزير اسدالله خالد برخه واخېسته، حو صالح او محب په کې ګډون ونه کړ.
د ولسي جرګې په ناسته کې د ولسمشر د لومړي مرستيال د نه ګډون په اړه امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د ولسي جرګې له غړو سره ناسته ورته غنيمت دی خو په هغه صورت کې چې اجنډا ځانګړې او تشريفات شتون ولري.
همدا ډول د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب ويلي دي چې د قانون اړوند اړ نه دي چې ولسي جرګې غړو ته د چارو او دندې په اړه سپيناوی ورکړي او هلته ورشي.
ولسي جرګې ته د امرالله صالح او حمد الله محب نه ور تګ د ولسي جرګې د يو شمېر غړو غوسه راپورته کړي او نېوکې يې کولې چې دوی له امنيتي ادارو مسووليتونه اخېستي دي او په داسې صورت کې اړ دي چې ولسي جرګې غړو ته سپيناوی ورکړي.
وروستي