صالح: د پاکستاني وېزو د کمېشن‌کارانو مشر مو پیدا کړ خو څوک دی؟

روهي ( یوه نۍ / ۱۸ د لړم)،  د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د پاکستان د وېزو پلورونکو ډلې یو مشر له تېرې اعلامیې د غبرګون له کبله له دوی سره تماس نیولی  نن یې د ځواب ویلو لپاره یې ورغوښتی دی.
 
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي، د پاکستان له سفارت سره یې خبرې کړې او له هغوی يې معلومات ترلاسه کړي چې په ورځ کې څومره وېزې وېشلای شي؟
 

صالح دغه راز وایي، د شپږو حلقو کمېشن کارانو له ډلې د یوې مسئول د تېرې ورځې له اعلامیه څخه په وېرې غواړي چې ځان خلاص او یوه غیر معقوله طرحه وړاندې کړي چې د پاکستان ویزو ورکړې سیستم کې بدلون راغلی،صالح وایي د ویزو ورکړې مسولیت هم پر غاړه اخلم چې د خلکو ستونزې هوارې شي.