د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د طالبانو ۱۰۰ کسیزه ډله په نښه شوې

روهي ( دوه نۍ/ ۱۲ د لړم )، رسنیو ته د ملي امنیت سوراد لیږل شوې خبر پاڼې له مخې، تېره ورځ ناوخته د وسله والو پر هغې سل کسیزې ډلې افغان هوايي ځواکونو بریدونه کړي، چې له هلمند څخه د کندهار ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو ته را روان وو.

د سرچینې په خبره، هوايي ځواکونو یاده سل کسیزه ډله د میوند ولسوالۍ په مندوزو سيمه کې په نښه کړې، ۶۰ طالبان یې وژلي او ۴۰ نور ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي چې د یادو وسله والو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.