د پاکستان سفارت پر وړاندې د صالح غبرګون او غوښتنه څه ده ایا کوم تغیرات راځي؟

روهي ( دوه نۍ /  ۱۱د لړم)، ‏د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتنه کوي، چې د هرې ورځې د ویزو د ورکړې شمیر دې معلوم کړي.
صالح ویلي موږ غواړو تر څو د ویزو غوښتونکو تر مینځ نظم رامینځته کړو او خپل خلک د اوسني عذاب څخه وژغورو.
پر داسې مهال چې عام وګړي د پاکستان ویزو اخیستلو پر مهال له پراخ فساد شکایت کوي او د یادې پروسې څخه ناراضه دي،دوي پر دواړو لوریو سختې نیوکې لري چې ولې د یادې ستونزې دایمي حل لار نه لټول کیږي دا چې د صالح غبرګون به کومې پایلې له ځان سره ولري وخت به یې ځواب کړي.