.jpg) 
        	    
                    
                                    
                    روهي (یوه نۍ/ ۱۱ د لړم)، د ایران د سوداګرۍ د برخې چارواکي وايي چې د لارو له جوړېدو او امکاناتو له برابرېدو سره په چابهار بندر کې سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي او دغه بندر د ودې په حال کې دی. 
د ایراني چارواکو په خبره چې همدا چې د هرات-خواف رېل پټلۍ پرانیستل شي او بیا له چابهار بندر سره وصل شي په سیمه کې به د سوداګرۍ په برخه کې یو ستر تحول رامنځ ته شي. 
ایران وایي له افغانستان سره به په دې توګه په صادراتو کې ډېروالی راشي او ترانزیت به هم ارزانه شي؛ د چارواکو په وینا چې ایران تمه لري چې چابهار بندر د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره ونښلوي.
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								