قطر به د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د دریم ګړي رول ادا کړي

روهي (یوه نۍ/۱۱ د لړم)، له هغه وروسته چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې ځنډنۍ اوس راپورونه وایي چې د طالبانو او افغان حکومت د خبرو پلاوي هوکړې ته رسیدلي ترڅو قطر په دې خبرو کې د یوه دریم ګړي په توګه د اختلافونو د منځه وړلو لپاره رول ادا کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا وایي په مذاکراتو کې د هېڅ هېواد مداخله نه مني او قطر هم یوازې د اسانچاري په توګه منل شوی دی. 

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي چې د تماس ډلو ترمنځ هره ورځ خبرې کېږي خو تر دې دمه کوم توافق نه دی رامنځ ته شوی. 

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینې او د سولې د برخې فعالین هم وایي چې قطر د یوه بې طرفه هېواد په توګه په دې مذاکراتو کې ښه رول لوبولی شي.