کندهار کې ۲۵۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو  کورني فارمونه جوړيږي

روهي (نۍ/ ۱۰ د لړم)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار یې دا ځل د کندهار ولایت د پنجوايي او دامان په ولسوالیو کې ۲۵۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پېل کړې ده.

په همدې موخه د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) په همکارۍ د دغو بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۱۰۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کيږي.

د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.