د ارزګان دهراوود ولسوالۍ کې افغان ځواکونو؛ بې له څه خوړلو شپږ ورځې په جګړه بوخت دي  

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پېل شوې جګړه چې ۴۰ ورځې پرې تیریږي، او ګڼې سیمې د طالبانو لاس ورغلې دا مهال پکې ګڼ سرتېرې کلا بن پاتې دي.

ددې ولسوالۍ آمنیه قومندان جان محمد کریمي ویلې، له تېرو شپږو ورځو راهیسې یې خواړه خلاص شوې او سرتېرو یې څه نه دي خوړلې خو لا یې هم جګړې ته دوام ورکړی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د جګړې له امله لارې پرې بندې شوي خواړه نه لري او په جګړه کې د ټپیانو ایستلو لار هم نه ده ور پاتې. 

ددغه ولایت د والي ویاند وايي، دهراود ولسوالۍ ته دوې ورځې وړاندې کومانډويي سرتیري او لوړپوړي امنیتي او دفاعي مسوولین رسېدلي او ډیر ژر به طالبان له ګڼو سیمو پر شا کړي.