د مالېزيا پخوانی لومړی وزیر ماهاتېر محمد: مسلمانان حق لري چې فرنسويان ووژني 

روهي (جمعه/۹ د لړم)، فرانسه کې د اسلام د ستر لارښوود حضرت محمد مصطفی او کارتون او د اسلام د مبارک دين په اړه د فرانسې د ولسمشر له څرګندونو وروسته، د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې د مسلمانانو غبرګونونه راپورته شوي دي. 

تېره ورځ د مالېزيا پخواني لومړي وزیر ماهاتېر محمد پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي، چې کله د فرانسې حکومت د يو غوسه شوي کس په پار پر ټولو مسلمانانو او د دوی پر دين نيوکې او حملې کوي، نو مسلمانان حق لري، چې فرانسويانو ته سزا ورکړي. 

ماهاتېر محمد لېکلي دي چې يوازي له فرانسوي توکو سره په بايکاټ غچ نه اخېستل کيږي، بلکې د نړۍ مسلمانان بايد فرانسويانو ته سزا واوروي. 

د مالېزيا پخواني لومړي وزير څرګندونو د فرانسې د حکومت غبرګون هم راپورته کړی دی او له ټوېټر څخه یې غوښتنه کړې ده چې د نوموړي حساب يا اکونټ وتړي.