عمران خان: په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده

روهي (جمعه/۹ د لړم)، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، چې د نورو فرصتونو سربېره به د اقتصادي ودې او سیمه ییز پرمختګ لپاره په افعانستان کې سوله د ټولو په ګټه وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له سرپرست وزیر نثار احمد فیضي سره په لیدنه کې عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د نويو فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټور وي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د مهمو فرصتونو د شتون یادونه کړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان دوامداره ملاتړ تکرار کړی او د خبرو اترو د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201030_081315_360.sdoc-->