روهي (پنځه نۍ/۸ د لړم)، پاکستاني پولیسو د پي ټي ایم مخکښ مشر او دغه راز د پارلمان غړي محسن داوړ ته خبرداری ورکړی دی چې د الفرقان په نامه یوې ډلې لخوا ورته ګواښونه شوي دي نو باید په خپل ځان پام وکړي، له غېر ضروري غونډې دې تېر او د تګ راتګ وخت کې امنیتي ځواکونه په جریان کې کړي.
محسن داوړ د یادو ګواښونو په تایید سره ویلي چې دوی ته تر دې وړانډې هم ورته ګواښونه شوي دي او په وینا یې د دې ګواښونو موخه دا ده چې دوی له سیاسي فعالیتونو را وګرځوي.
نوموړي زیاته کړې، دوی به خپلې سولهییزې مبارزې ته دوام ورکړي او د خپلو خلکو لپاره به د حق غوښتلو برخه کې له هیڅ ډول ګواښ څخه ونه وېرېږي.
داوړ د خپلو خبرو پر دوام پاکستاني دولت ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته دوی ته کوم څه ور پېښ شول نو مسؤل به یې همدوی وي.
هغه ویلي، پاکستاني استخبارات چې تر دوی مخکې پر هر څه خبرېږي نو باید مخه یې هم ونیسي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201029_200606_931.sdoc-->
وروستي