حنیف اتمر او محمود قریشي تیلفوني خبرې کړي دي

روهي (څلور نۍ/ ۷ د لړم)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست حنیف اتمر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي تیلفوني خبرې کړي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو وزیرانو د افغان سولې په وروستي بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.