فغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو د حل په موخه افغان پلاوي مشورتي ناسته وکړه

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو د حل په موخه د اسلام اباد په سرینا هوټل کې افغان پلاوي خپلمنځي مشورتي ناسته وکړه. 

دا مشورتي ناسته د پاکستان په چارو کې د جمهور رییس د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي او د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په رهبرۍ ترسره شوه، چې د افغان پلاوي نور غړي هم ورسره ول. 

په دې ناسته کې د پکتیکا د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس او د نړیوال تجارتې خونې تجارتې مرستیال ښاغلي ضیاءالحق وزیرزي او د خصوصي سکتور رهبرۍ هم ګډون کړی و. یاد افغان پلاوي به سبا په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو د حل په غونډه کې په رسمي توګه ګډون کوي. 
یاده ناسته به دوه ورځې دوام کوي او موخه یې دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ شته ستونزې حل کړي.