د کابل امنیتي وضعیت؛ خلک د امرالله صالح په مشرۍ وروستیو اقداماتو ته هیله من دي

روهي ( یوه نۍ/۴ د لړم)، تر هغه وروسته چې په کابل ښار کې جنايي پېښې زیاتې او په اړه یې شکایتونه راپورته شول ورسره د کابل ښار امنیتي چارې تېره اونۍ د لنډ مهال لپاره د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شوې، چې نوموړي تازه د کابل ښار د امنیت د ټینګښت په موخه ځیني پریکړې اعلان کړې، چې وروستۍ یې په دې ښار کې د مجرمینو د عکسونو را ځړوال و ترڅو خلک په دې توګه له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي.

د کابل اوسیدونکي ددې ولایت له امنیتي مسؤلینو غواړي ترڅو د مجرمینو په وړاندې لا سخت ګامونه پورته کړي، دوی د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح ته ددې ښار د امنیتي وضعیت لیږد، ته خوشبین دي او په باور یې تمه کیږي، چې وروستۍ د ناامنیو پېښې او د جنایي جرمونو په کنټرول کې به مهم رول ولوبوي.

د کابل اوسیدونکي که څه هم له وروستیو امنیتي اقداماتو خوښ دي، خو په خبره یې دا به لا نور وخت ته هم اړتیا ولري، ترڅو د حکومت د وروستیو هڅو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، په تېره یوه اونۍ کې د جرمونو سره د مبارزې برخه کې د لاسته راوړنو خبره کوي او په کابل کې د ګڼو مجرمینو د نیول کیدو سربېره د ترهګریزو پېښو د مخنیوي خبرداری ورکوي.