روهي (نۍ/ ۳ د لړم)، د ارمانیا او ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماید پمپیو له دواړو وغوښتل چې تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي او د ولسي وګړو ژوند دې وژغوري.
ددې دواړو هېوادونو ترمنځ په لانجمنه د ناګورنو قرباغ سیمه کې د نږدې یوې میاشتې راهیسې سخته جګړه روانه ده چې دواړه خواوې یې د ملکیت دعوه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دواړو خواو د جګړې د دریدو په موخه د خبرو د پېل غوښتنه کړې ده.
خو د ارمانیا لومړي وزیر نېکول پشینین ویلي، دی د جګړې په دې پړاو کې د ډیپلوماتیک حل هېڅ ډول امکان نه ویني.
په همدې حال کې د ازربایجان ولسمشر الهام الیوف ویلي، د ارمانیا ځواکونه باید له ناګورنو قرباغ سیمې څخه ووځي تر څو جګړه ختمه شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201024_081548_703.sdoc-->
وروستي