روهي (جمعه/۲ د لړم)، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي افغان حکومت باید هر هغه څوک سمدلاسه خوشی کړي چې د لومړي مرستیال امرالله صالح د حکم له مخې په تخار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د برید په تړاو نیول شوي دي.
د آسیا په چارو کې د بشري حقونو سازمان مرستیالې پاټرېشیا ګوسمن ويلي دي چې تخار ولايت کې د افغان ځواکونو د هوايي بريد په اړه بايد بې پرې پلټنې وشي چې ولسي وګړو ته په کې تلفات رسېدلي دي او کنه؟
د تخار د والي ویاند جواد هجري هم بي بي سي ته ویلي وو چې دې کې چې په تېروتنه شوی ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او اکثریت ماشومان دي وژل شوي او ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
بيا له بلې خوا د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح تېره ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي وو، چې ياد هوايي بريد کې ولسي وګړي چې ځيني يې ماشومان ښيي نه، بلکې طالبان وژل شوي دي.
امرالله صالح د بشري حقونو سازمان په غبرګون کې په يو ټوېټ کې لېکلي دي، چې دی د انسان وژنې، انسان تښتونې، انساني ځورونې، جنسي تېرو او ورته نورو ازاديو مخالف دی.
د ولسمشر لومړي مرستيال تېره ورځ خبرداری ورکړی وو، چې هغه کسان به د قانون منګلو ته وسپاري، چې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په اړه ناسم مالومات خپروي.
وروستي