سرچينې: طالبانو د تخار ولايت اشکمش ولسوال ژوندی تښتولی 

روهي (جمعه/۲ د لړم)، اريانا نيوز د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې وسله والو طالبانو د تخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ سرپرست ولسوال  صیف الرحمان تښتولی دی. 

د تخار د پوليسو وياند خليل اسير هم رسنيو ته د ولسوالۍ د سرپرست د تښتولو پېښه تائيد کړې ده خو په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي. 

له دې وړاندې د دغه ولايت په بهارک وسلوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه، چې له پنځوسو زيات پوليس په کې وژل شوي وو. 

همدا ډول افغان هوايي ځواکونو بهارک ولسوالۍ کې هوايي بمبار وکړ، چې تلفات يې رامنځ ته کړي.

 ملي دفاع وزارت او د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي وو چې هوايي بمبار کې طالبان په نښه شوي دي، خو ځيني سرينو بيا ويلي چې هوايي بمبار پر يوې ديني مدرسې شوی، او ولسي وګړو ته په کې مرګ - ژوبله اوښتې ده.